افغانستان

د عامې روغتیا وزارت سرپرست د معیاري روغتیايي خدمتونو پر وړاندې کولو ټینګار کوي

د اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دغه وزارت سرپرست مولوي نورجلال جلالي ننګرهار ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له حوزوي روغتون څخه لیدنه وکړه.

په دې کتنه کې مولوي جلالي د حوزوي روغتون له بېلابېلو څانګو څخه ليدنه وکړه او مسوولينو او روغتيايي کارکوونکو ته يې د ستونزو د حل په خاطر لازمې ډالۍ ورکړې او د معياري روغتيايي خدمتونو په وړاندې کولو يې ټينګار وکړ.

له بلې خوا مولوي نورجلال جلالي ننګرهار ته د خپل سفر په ترڅ کې په دغه ولایت کې د یونیسف ادارې له مسوولینو او تطبیق کوونکو بنسټونو سره د یو لړ ستونزو د حل په موخه وکتل.

په دې کتنه کې د عامې روغتیا سرپرست وزیر د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې د شته ستونزو د حل په خاطر د تطبیق کوونکو بنسټونو مسوولینو ته لازمې لارښوونې وکړې.

دغه راز په دې ناسته کې د تطبیق کوونکو بنسټونو مسوولینو ژمنه وکړه، چې لاندې ستونزو ته به پر وخت رسېدنه کوي او د غوره روغتیايي خدمتونو په وړاندې کولو کې به لازمې هڅې وکړي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button