په ملګرو ملتونو کې د ایران استازي امنیت شورا ته په یوه لیک کې د اسرائیلو د غاصب رژیم د تیریو د مخنیوي لپاره د بیړنۍ غونډې د جوړولو غوښتنه کړې ده.
په دغه لیک کښې راغلي دي: مونږ په لبنان کښې د اسرائیلي رژیم ظالمانه او بزدلانه کړنې په سختو ټکو غندو او له شورا هم غواړو چې د اسرائیلو دغه کړنې په کلکه وغندي.
په ملګروملتونو کښې د ایران استازی هم په خپلو ډیپلوماټیکو مرکزونو او استازیو د هرډول حملې په وړاندې خبرداری ورکړ او ټینګار یې وکړ: ایران به د خپلو ملی ګټو او امنیت په دفاع کښې دریغ ونکړی .