د عراق ستر مذهبي واکمن سید حسن نصرالله د شهادت د کلیزې په مناسبت په خپل تسلیت پیغام کې هغه په وروستیو لسیزو کې یو مثالی او بې ساري رهبر بللی دی.
په دغه پيغام کې راغلي: دغه سپېڅلى شهيد د رهبرۍ يوه بېلګه وه چې په وروستيو لسيزو کې يې په څېر ډېر کم ليدل کېږي. هغه د لبنان د خاورې په آزادولو سره د صهیونیسټی یرغلګرو په بریا کښې مهم رول ولوباوه او له داعش ترهګرې ډلې څخه یې د دغه هیواد په آزادولو کښې له خپل ټول توان سره د عراق له خلکو سره مرسته وکړه.