افغانستان

د حج او اوقافو وزارت په جلال اباد ښار کې سوداګريز مارکېټ پرانيست

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت په جلال اباد ښار کې د سوداګریز مارکېټ د پرانیستلو خبر ورکړ.

دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې دغه مارکېټ د دغه وزارت له بودجې څخه د څه باندې ۶۸ میلیونه افغانیو په لګښت د ۱۲۰۰ متر مربع ځمکې په مساحت په درېیو ودانیو کې جوړ شوی، چې ۳۳ لوی دوکانونه، ۷ تالارونه او د اوسیدو لپاره 23 خونې هټۍ لري.

خبرپاڼه کاږي، چې د دغه مارکېټ کلنی عاید ۶۶۶۰ زره افغانۍ اټکل شوی دی.

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سرپرست نور محمد ثاقب د جلال اباد ښار په لومړۍ ناحیه کې د دغه مارکېټ د پرانیستې په مراسمو کې وویل، چې دغه وزارت د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې دا ډول اقتصادي پلانونه په کار اچوي، څو له اوقافو څخه په اغېزمنه توګه ګټه پورته کړي د هغه ځای اوسیدونکي او خلک په پام کې نیول شوي او عایدات زیات کړي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button