نړۍ
نتانیاهو نیویارک ته ولاړ
د اسراییلو د لومړي وزیر دفتر اعلان وکړ چې بنیامین نتنیاهو د پنځنۍ ورځ په سهار نیویارک ته روان شو چې ملګرو ملتونو ته وینا وکړي.
هغه نیویارک ته خپل سفر د لبنان له حزب الله سره د شخړو د زیاتیدو له کبله ځنډولی وو.
امریکا ته د نتانیاهو د سفر د ځنډولو لامل له څلرنۍ ورځ څخه تر پنځنۍ پورې د لبنان د مقاومت له بریدونو سره مقابله وه.