افغانستاننړۍ

د نړۍ اندېښنې او د اسلامي امارت غبرګون؛ د ښځو حقونه تضمین شوي دي

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت په هېواد کې د ښځو له حقونو څخه د سرغړونې خبره رد کړه او ویې ویل چې د پخوا په پرتله په هېواد کې د ښځو حقونه ډېر خوندي شوي دي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال په افغانستان کې د ښځو او نجونو له حقونو څخه د سرغړونې په اړه د ملګرو ملتونو د عمومي منشي او په دغه سازمان کې د امریکا د استازې د څرګندونو په غبرګون کې دا هم ویلي، چې دغه حقوق د ښځو او نجونو په ګډون ټول خلک اوس په هیواد کې خوندي دي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال وویل: د ښځو د شرعي حقوقو د تامین په موخه جلالتمآب امیرالمومنین شپږ ماده ییز جامع فرمان صادر کړ چې په کې د ښځو پر ټولو شرعي حقوقو او ازادۍ ټینګار شوی دی.

تر دې مخکې د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتوني ګوتریش او په دغه سازمان کې د امریکا استازې لیندا توماس ګرینفیلډ ویلي وو چې په افغانستان کې د ښځو حقونه تر پښو لاندې شوي دي.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا د متحدو ایالتونو استازې هم ټینګار کړی، چې نړیواله ټولنه باید د افغان مېرمنو د حقونو په اړه لا ډېر کار وکړي، چې د ښځو له حقونو څخه د سرغړونې په اړه اندېښنه لري.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button