د صهیونیسټي پوځ راډیو خبر ورکړ چې له لبنان څخه راکټونه په دغه جنګ کښې د لومړي ځل لپاره تل آویو په نښه کوي.
همدارنګه د بن ګورین په هوايي ډګر کې هم الوتنې بندې شوې.
اسرائیلي رسنیو ویلي چې د اټکلونو پر بنسټ داسې ښکاري چې حزب الله د ګلیلوت اډه په نښه کړې وي.
حزب الله تر اوسه په دې اړه رسمي بیان نه دی خپور کړی.