سیمه
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت له ایران سره د خواخوږۍ څرګندونه وکړه
د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د ایران د طبس د ډبرو سکرو په کان کې د چاودنې او په پایله کې د ځاني زیان په اړه خواشیني څرګنده کړه.
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې د ایران له حکومت، خلکو او د قربانیانو له کورنیو سره چې په دې پیښه کې خپل ژوند له لاسه ورکړی، خپله خواخوږي څرګندوي.