د بهرنیو چارو وزارت وايي، په تېر کال کې د مالیزیا، ترکیې، پاکستان، ایران، ازبکستان، ترکمنستان، قزاقستان، روسیې، چین، قطر او متحده عربي اماراتو له خوا لسګونه افغان ډیپلوماتان معرفي شوي او په رسمي توګه منل شوي دي.
دغه وزارت زیاتوي، په تېر کال کې د چین، روسیې، ترکیې، ایران، قزاقستان، قرغیزستان، ازبکستان، ترکمنستان، پاکستان، متحده عربي اماراتو، قطر، مصر، اندونیزیا، مالیزیا، اروپايي ټولنې او د سازمانونو لوړ پوړو چارواکو افغانستان ته سفرونه کړي دي. او د اسلامي امارت له لوړ پوړو چارواکو سره یې په یو لړ مهمو مسایلو خبرې وکړې.