افغانستان

هرات کې ترافیکي پېښې د یوې کورنۍ ۹ غړي وژلي دي

د هرات سیمه ییز چارواکي خبر ورکوي، چې په دغه ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله د یوې کورنۍ ۹ غړي وژل شوي دي.

د هرات ولایت مقام مطبوعاتي دفتر په یوه بیان کې لیکلي، چې دا پېښه تېره ورځ مازدیګر (څلرنۍ د وږي ۲۸ مه) د هرات – کندهار پر لویه لار د هرات په زاول ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.

پېښه هغه مهال رامنځ ته شوه، چې یو پاسو ډوله موټر له یوه ۵۸۰ ډوله مسافر وړونکي بس سره ټکر وکړ.

په اعلاميه کې ويل شوي چې زيات سرعت او د ترافيکي قوانينو نه مراعت د دې پېښې احتمالي عوامل وو.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button