سیمه

حماس: موږ په لبنان کې له خپلو وروڼو سره پیوستون څرګندوو

د حماس غورځنګ په بیروت کښې د صهیونیسټ رژیم جنایت په کلکه وغانده. هغه جنایت چې د پیجر وسایلو په چاودنه کې د یو شمیر لبنانیانو د شهادت سبب شوی دی.

حماس ویلي دي چې په چاودنو کې د مقاومت د ځواکونو او ملکي وګړو په مرګ ژوبله کې هیڅ توپیر نشته او ویلي یې دي چې دغه جنایت د ټولو نړیوالو قوانینو او دودونو خلاف عمل دی. مونږ د صهیونیسټ رژیم کابینه هم د دغه خطرناک جنایت د پایلو په باره کښې په بشپړه توګه مسئول بولو.

حماس د لبنان له ملت او د حزب الله له وروڼو سره د بشپړ پیوستون د اعلانولو په ترڅ کې د قربانیانو له کورنیو سره خپله خواخوږي څرګنده کړه او ټپیانو ته یې د خدای تعالی له درباره د عاجلې روغتیا دعا وکړه.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button