سیمه
په بیروت کې د مخابراتي وسایلو چاودنه
ځايي لبناني سرچينې وايي، د بيروت په جنوبي ښارګوټي کې څو “پيجر” مخابراتي وسايل چاودلي دي.
لبناني رسنیو خبر ورکړی، چې د بیروت په بېلابېلو سیمو په ځانګړې توګه د دحیه په سیمه کې د راډیويي ارتباطي وسایلو (پیجر) چاودنه شوې ده.
دلومړنيو راپورونو له مخې په دغو چاودنو کې په لسګونو تنه ټپيان شوي او روغتون ته ليږدول شوي دي او ژغورونکي ځواکونه سمدلاسه د پيښې ځاى ته رسيدلي او ټپيان يې روغتون ته ليږدولي دي.
د لبنان امنیتي بنسټونو د دغه راپور د خپریدو تر وخته پورې په دې اړه کومه اعلامیه نه ده خپره کړې.
د خبرونو اړوند ویډیو له لاندې لینک څخه وګورئ
https://t.me/SafirTelevision1/11709