سیمه

بشارالاسد د نوي حکومت د جوړولو امر وکړ

د سوريې ولسمشر د يوه فرمان له لارې د دغه هېواد د نوي حکومت د جوړولو مسوول وټاکه.

د سوریې د رسمي خبري اژانس “سانا” د راپور له مخې، ونۍ ورځ د ٢٤ وږی کې سوریې ولسمشر بشار الاسد محمد غازي الجللي ته امر کړی چې د دغه هېواد نوې کابینه جوړه کړي.

د دغه فرمان له مخې، الجللي د سوریې د لومړي وزیر په توګه د “محمد ارنوس” ځای ناستی شو.

الجللي په ۱۹۶۹ کال کې په دمشق کې زیږیدلی او تر دې مخکې یې د ۲۰۱۴ کال له اګست څخه تر ۲۰۱۶ کال پورې د معلوماتي ټکنالوژۍ د وزیر په توګه کار کړی دی.

هغه د قاهرې له «عین شمس» پوهنتون څخه د اقتصاد په انجنیرۍ کې د دوکتورا سند ترلاسه کړی او په سوریه کې د ګڼو دولتي او خصوصي سکتور په کارونو کې مشاور او کارپوه پاتې شوی او په سوریه کې د ډېرو لویو انجینري پروژو په بشپړولو کې یې برخه اخیستې ده.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button