افغانستان

د افغاني سرې میاشتې ټولنه: په تېر کال کې د څه باندې ٢ زره ماشومانو د زړه د سوریو درملنه شوې ده

د افغاني سرې میاشتې ټولنې مسوولین د دې ادارې د یو کلنو لاسته راوړنو د بیانولو په غونډه کې وايي: د تېر یوه کال په ترڅ کې د ۲۲۱۲ ماشومانو د زړه په ناروغۍ د اخته ماشومانو درملنه شوې ده.

دغه چارواکي همداراز زیاتوي: په دې موده کې شاوخوا پنځه میلیونه او ۸۹۴ زره کسان هم له روغتیايي خدمتونو برخمن شوي دي.

د دوی په وینا په تېر کال کې د اسلامي امارت د رهبرۍ د فرمان له مخې ۱۱۶ زره ۲۵۹ سوالګر راټول شوي چې له دې جملې څخه ۳۰ زره ۵۴۳ تنه د نغدي مرستو مستحق پېژندل شوي دي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button