افغانستانسیمه

د پاکستان دفاع وزیر خبرداری ورکوي: هیچا ته اجازه نه ورکول کیږي چې له افغان حکومت سره مستقیمې خبرې وکړي

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف د افغانستان د اسلامي امارت له چارواکو سره د مستقیمو خبرو لپاره د خیبر پښتونخوا د اعلی وزیر علي امین ګنډاپور څرګندونې په کلکه غندلي دي.

پاکستاني رسنیو د پنځنۍ په ورځ د وږی په ۲۲مه خبر ورکړی دی چې د پاکستان د دفاع وزیر د خیبر پښتونخوا د اعلی وزیر له خوا له اسلامي امارت سره مستقیمې خبرې د هیواد پر فدرالي نظام برید ګڼلی دی.

د پاکستان د خیبر پښتونخوا ایالت اعلی وزیر ویلي دي چې په افغانستان کې د اسلامي امارت له چارواکو سره مستقیمې خبرې کوي او د اسلام اباد له سیاستونو سره پاملرنه نه لري.

د راپور له مخې، ګنډاپور زیاته کړې، چې هره ورځ یې خلک وژل کېږي او دا حالت ورته د زغم وړ نه دی.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button