افغانستان

عبدالله عبدالله: د دایکندي د ښاریانو وحشیانه قتل عام غندو

په تېر حکومت کې د ملي مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله د داعش ترهګرې ډلې له خوا د دايکنډي د څوارلسو اوسېدونکو شهادت په کلکه غندلى دى.

نوموړي دغه پېښه “وحشیانه” وبلله او د دغې پېښې د قربانیانو له کورنیو سره یې خپله خواخوږي څرګنده کړه.

تر دې مخکې د کورنیو چارو وزارت د دایکندي – غور پر لاره د دایکنډي پر اوسېدونکو برید تایید کړی و، خو د قربانیانو د شمېر او د څرنګوالي په اړه یې جزیات نه وو ورکړي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button