د ملګرو ملتونو د بشردوستانه چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي، انګلستان د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره د ۲۰۲۴-۲۰۲۵ کلونو لپاره شپږ میلیونه پونډه مرسته کړې ده.
اوچا وویل، بریتانیا د افغانستان د بشري مرستو د صندوق تر ټولو لوی منظم او څو کلن بسپنه ورکوونکی دی، چې د دغه صندوق له جوړېدو راهیسې یې له ۳۰۴ میلیونه پونډه زیاته مرسته کړې ده.
اوچا سږ کال د افغانستان له خلکو سره د مرستې لپاره د ۳.۰۶ میلیارد ډالرو مرستې غوښتنه کړې وه، خو وايي چې تر اوسه یې یوازې ۲۵ سلنه مرستې ترلاسه کړي دي.
دغه دفتر وايي، په روان ژمي کې د افغانستان د زیانمنو سیمو د حل لپاره ۶۰۳.۵ میلیونه ډالرو مرستو ته په عاجله توګه اړتیا ده.