د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش وايي، د حماس او اسرائیلو ترمنځ د جګړې له پیل راهیسې په غزه کې د بشري مرستو نږدې ۳۰۰ کارکوونکي چې دوه پر درېیمه یې د ملګرو ملتونو کارکوونکي دي، وژل شوي دي.
ښاغلي ګوترش رویټرز خبري اژانس ته ویلي، د غزې په تړانګه کې د ملګرو ملتونو د کارکونکو او د بشري مرستو د کارکوونکو د وژل کېدو په غبرګون کې د اسرائیلي رژیم پاتې راتلل د منلو وړ نه دي.
د ملګرو ملتو سرمنشي زیاته کړه چې د حماس په خلاف د اسرائیلو په جنګ کښې له نړیوالو بشردوستانه قوانینو څخه سخته سرغړونې او د ملکي وګړو د خوندي ساتنې په بشپړه توګه نه شتون شتون لري.