نړۍ

امریکا به له اوکراین سره ۷۰۰ میلیونه ډالره مرسته وکړي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن کییف ته د خپل سفر په ترڅ کې اعلان وکړ چې اوکراین به د بشري مرستو او نورو مرستو په برخه کې اوه سوه ملیون ډالره ترلاسه کړي.

ښاغلي بلینکن د درېنۍ په ورځ د وږی سپټمبر په ۲۱مه د اوکراین او بریتانیا د بهرنیو چارو له وزیرانو سره په یوه خبري غونډه کې ټینګار وکړ چې روسیه یو ځل بیا هڅه کوي چې د اوکراین د انرژۍ پر بنسټونو حمله وکړي.

د اوکراین د رسنیو د راپورونو له مخې ښاغلي بلینکن وویل، “له همدې امله موږ نن د 325 ملیون ډالرو نوې بودیجه اعلانوو چې د اوکراین د انرژۍ او بریښنا شبکې ترمیمولو کې مرسته وکړي.”

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button