په غزه کښې دفلسطین د روغتیا وزارت اعلان وکړ چې د ۲۰۲۳ میلادی کال د اکتوبر له ۷ نیټې راهسې په غزې تړانګې کښې د صهیونیسټی رژیم د عملیاتو د قربانیانو شمیر ۴۱ زره ۲۰ تنه شهیدان او ۹۴ زره او ۹۲۵ ژوبل شوی دی .
د الجزیرې خبری چینل د رپوټ له مخې دغه وزارت همداراز اعلان وکړ چې صهیونیسټی رژیم په تیرو ۲۴ ساعتونو کښې د غزې په تړانګه کښې د فلسطینی کورنیو په خلاف درې قتل عامونه وکړل او د دغو حملو په نتیجه کښې ۳۲ تنه شهیدان او سل تنه ټپيان شول.
دفلسطین په غزه کښې د روغتیا وزارت هم ټینګار وکړ چې یوشمیر قربانیان تر خاورو لاندې دي. د مدنی دفاع سازمان د دوی جسدونو ته د رسیدو توان نلري.
د صهیونیسټ رژیم د جنګ له پیل راهسې د امریکې په ملاتړ سره د غزې د خلکو په خلاف وحشتناکه جګړه پیل کړې ده او تراوسه یې څه دپاسه دیارلس زره فلسطینیان شهیدان او ژوبل کړی دی .
په دې جګړه کې د پراخې تباهۍ او لوږې سربیره چې د سلګونو فلسطینی ماشومانو ژوند یې واخیست او په نړۍ کې یوه تر ټولو بده انساني غمیزه بلل کیږي، تر لسو زرو زیات فلسطینیان هم ورک شوي دي.