سیمهنړۍ

د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې د غونډو پیل؛ د لومړي ځل لپاره فلسطین ته رسمي څوکۍ ورکړل شوه

د روس الیوم په وینا، د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې ۷۱مه غونډه په نیویارک کې پیل شوه چې په ترڅ کې یې د لومړي ځل لپاره فلسطین ته د نورو غړو هېوادونو تر څنګ رسمي څوکۍ ورکړل شوه.

د فلسطين د استازي شتون د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې د مې په لسمه د دغه سازمان د غړيتوب لپاره د فلسطين د وړتيا په اړه د پريکړه ليک له امله شونې ده.

په دې غونډو کې فلسطین کولی شي د منځني ختیځ د مسلو لپاره د ویناوالو په لست کې د خپل استازي نوم واچوي او وړاندیزونه وکړي.

په دی حال ، فلسطین لاهم د څارونکي غړي په توګه فعالیت کوي او د عمومي اسامبلې په غونډو کې د رایې ورکولو حق نلري او نشي کولی خپل استازی د ملګرو ملتونو په ادارو کې د موقف لپاره وټاکي.

ویل شوي چې د امریکا ولسمشر جوبایدن، د بریتانیا صدراعظم او د فرانسې ولسمشر به د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته وینا وکړي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button