د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هغه راپور ته په غبرګون کې، چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه د ولسي جرګې د کمېټې له لوري تازه خپور شوی، ویلي چې د امریکا د تر ټولو اوږدې جګړې پای ته رسول اسانه نه وو او دا یوه ستونزمنه خو اړینه پرېکړه وه. هغه چې بایډن په افغانستان کې د امریکا د شل کلنې جګړې د پای ته رسولو لپاره جوړه کړې وه.
وزارت په یوه بیان کې ویلي چې ښاغلي بایډن ته هغه تړون په میراث پاتې دی چې د هغه “مخکینو” له اسلامي امارت سره لاسلیک کړی و چې د ۲۰۲۱ کال د مې تر لومړۍ نیټې له افغانستانه ټول امریکايي ځواکونه وباسي.
خو د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت ویاند جان کربي هم ویلي، چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې نوی راپور نوی معلومات نه لري او یو اړخیز دی.
ښاغلي کربي له افغانستانه د امریکا وتل د ټرمپ د ادارې له پلان سره سم مسوول وبلل او ټینګار یې وکړ چې بایډن په هغه وخت کې له یوه ستونزمن انتخاب سره مخامخ و او زیاته یې کړه چې د دغې پرېکړې له امله موږ خوندي یو، خو له بده مرغه داسې نه ده. په دې راپور کې په ګوته شوي.”