د روغتیا نړیوال سازمان وايي چې د افغانستان په پنځو شمالي ولایتونو کې له روغتیايي مرکزونو سره شل ټنه درمل او طبي وسایل مرسته شوي دي.
دغې ادارې د سې شنبې په ورځ د وږی په ۱۸مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې دغه اندازه درمل او تجهیزات ۱۱ روغتیايي مرکزونو او ۱۲ ګرځنده روغتیايي او تغذیې ټیمونو ته ورکړل شوي دي.
د روغتیا نړیوال سازمان دا هم ویلي چې په دې مرستو کې کولرا، سینه بغل، شري، جراحي او د جامو مینځلو کیټونه شامل دي.
دغه بنسټ زیاته کړې، چې له دې نوې مرستې سره به څلور زره کسانو ته لازم روغتیايي خدمات وړاندې شي.
دا مرستې په داسې حال کې ورکول کېږي چې په هېواد کې يو شمېر روغتيايي مرکزونه د مالي مرستو د بندېدو له امله تړل شوي دي.