افغانستان

په بدخشان ولایت کې د حکیم ناصر خسروبلخي د مقبرې د بیارغونې چارې پیل شوې

په بدخشان ولایت کې د حکیم ناصر خسروبلخي د مقبرې بیارغونې چارې چې د هېواد یو له پخوانیو تاریخي اثارو څخه بلل کیږي، د بیارغونې چارې پیل شوې.

د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس ذبيح الله اميري يمګان ولسوالۍ ته د يوه سفر په ترڅ کې د حکيم ناصر خسروبلخي د تاريخي آبد د بيارغاونې له چارو څخه ليدنه وکړه.

د هغه په ​​وينا، دغه تاريخي زېرمه شاوخوا نهه سوه کلن تاريخ لري، چې د تېرو شلو کلونو په جګړو کې سخت زيانمنه شوې او درنې وسلې پرې غورځول شوې، د دوى د وړانديز او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په منظورۍ د دغه فرهنګي هويت د بيارغاونې کار په حقيقت کې پيل شوى دى په پام کې ده چې په دوو میاشتو کې بشپړ او کار پیل شي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button