افغانستاننړۍ

ناروې له افغانستان سره ۱.۸ میلیونه ډالره مرسته وکړه

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) اعلان وکړ چې د ناروې حکومت د ۲۰۲۴ کال لپاره د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره ۱.۸ میلیونه ډالره مرسته کړې ده.

اوچا ټینګار وکړ چې ناروې په تیرو لسو کلونو کې د څو کلن بسپنه ورکوونکي په توګه له 189 میلیون کرون څخه ډیرې مرستې فنډ سره کړې دي.

دا مرستې په داسې حال کې کېږي چې ملګرو ملتونو په وار وار په افغانستان کې چې د اسلامي امارت تر واکمنۍ لاندې دی، د بشري مرستو د کموالي خبرداری ورکړی دی.

تر دې مخکې د خوړو نړیوال پروګرام اعلان کړی و، چې د بودیجې د نشتوالي له امله به په افغانستان کې تر یو میلیون ډېرې میندې او ماشومان له ځانګړي تغذیې بې برخې شي.

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې په افغانستان کې شاوخوا ۲۴ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري.

همدارنګه د خوړو نړیوال پروګرام په دې وروستیو کې راپور ورکړی چې په دغه هېواد کې ۳،۹ میلیونه وګړي له خوارځواکۍ سره مخ دي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button