افغانستان

حقاني: موږ هڅه کوو چې د انټرنېټي فضا امنیت عرضه کړو

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ سرپرست وزیر نجیب الله حقاني په کابل کې د ترکمنستان له سفیر خواجه عوادوف سره وکتل او د نوري فایبر، سایبر امنیت او د ټکنالوژۍ په اړه یې خبرې وکړې.

په هغې خبرپاڼه کې چې د دغه وزارت د ویاند له خوا خپره شوې راغلي چې په دې کتنه کې نجیب الله حقاني وویل، دوی هڅه کوي چې د هېواد د انټرنیټي فضا د خوندیتوب لپاره هڅې وکړي او په دې ریاست کې د سایبر جرمونو لابراتوار هم جوړ شوی دی.

د خبر له مخې په دغه کتنه کې خواجه عوادوف د نوري فایبر د غځولو او سایبر امنیت په برخه کې د افغانستان او ترکمنستان د ګډ کار ستاینه وکړه.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button