افغانستاننړۍ

د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان او ترکيې چارواکو د افغانستان په اړه خبرې وکړې

د افغانستان لپاره د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان استازي طارق علي بخیت د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال محمد کمال بوزي سره وکتل.

د اسلامي همکاریو د سازمان د خبرپاڼې له مخې، په دې کتنه کې چې د پنځنۍ په ورځ په انقره کې ترسره شوه، دواړو لورو د سیاسي، اقتصادي او بشري ننګونو او د هغو د حل په اړه خبرې وکړې.

دوی د ننګونو د حل لپاره د همغږۍ، مشورې او نږدې مرسته په اهمیت ټینګار وکړ.

د اسلامي همکاریو د سازمان استازي همدا راز د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت د جنوبي اسیا د څانګې له مشر اوزان ارطغرل سره هم وکتل او دواړو لورو د ملګرو ملتونو سازمان د دوحې پروسې او د افغانستان له خلکو سره د ملاتړ په برخه کې خبرې وکړې.

او له اسلامي امارت سره یې د نجونو د تعلیم په ګډون د ښځو پر حقونو، له ترهګرۍ سره د مبارزې او بشري مسایلو په اړه رغنده خبرې اترې وکړې.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button