نړۍ

میرویس عزیزي په دوبۍ کې د نړۍ دویم تر ټولو لوړ برج جوړوي

د عزیزي شرکت مالک میرویس عزیزي په خپل ایکس شبکه کې په یوه یادښت کې لیکلي چې په دوبۍ کې به د نړۍ دویم تر ټولو لوړ برج چې ۷۲۵ متره لوړوالی ولري جوړ کړي.

له سی سی ان سره په مرکه کې هغه وویل چې د “عزيزي ټاور” د جوړولو کار د روان کال په جنورۍ کې د دوبۍ د چارواکو په منظورۍ پیل شو.

ښاغلي عزیزي په دې مرکه کې وویل: موږ دوه پلانونه درلودل؛ یو د 526 مترو په ابتدايي لوړوالي سره او بل د 725 مترو په لوړوالي سره، چې تایید شوی.

د هغه په ​​وينا، د دغه برج د جوړېدو لومړني کارونه، چې د دوبۍ د نړيوال سوداګريز مرکز په سيمه کې د شيخ زايد پر سړک موقعيت لري، په ښه توګه روان دي.

دا مهال په دوبۍ کې د خلیفه برج ۸۲۸ مترو په لوړوالي سره د نړۍ تر ټولو لوړه ودانۍ ده.

عزیزي ټاور به ۱۳۱ پوړونه ولري چې اپارتمانونه، یو لوکس اووه ستوریز هوټل او یو سوداګریز مرکز ولري.

ميرويس عزيزي وويل، د دې پروژې پانګونه له ١،٦ ميليارده ډالرو ډېره شوې، چې په پام کې ده په ٢٠٢٨ کال کې بشپړه شي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button