د کابل ښار د شپږمې امنیتي حوزې اړوند د بختیار کلا په سیمه کې له ځانمرګي برید درې ورځې وروسته، د ملګرو ملتونو امنیت شورا دغه عمل په سختو ټکو وغانده.
دغې شورا ترهګري په افغانستان او نړۍ کې د سولې او امنیت لپاره تر ټولو جدي ګواښ وباله او د دغو تروریستي اعمالو د عاملینو، تنظیموونکو، تمویلوونکو او عاملینو د محاکمې پر اړتیا یې ټینګار وکړ.
د کابل ښار د شپږمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې د دوشنبې په ورځ (۱۲ وږی) ځانمرګي برید شپږ تنه ووژل او ۱۳ نور یې ټپیان کړل.