د لومړي وزير سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير په کابل کې د جاپان له سفير تاکايوشي کرومايا سره وکتل او له افغانستان سره يې د دغه هېواد د مرستو په اړه خبرې وکړې.
ارګ د تاکایوشي کورومیا له قوله لیکلي، چې جاپان به له افغانستان سره د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې ۱۰ میلیونه ډالره مرسته وکړي او دغه هېواد په پام کې لري چې د افغانستان په ۹ ولایتونو کې ۱۶۵ لومړني ښوونځي جوړ کړي.
د جاپان سفیر ویلي دي چې توکیو هڅه کوي چې د اسلامي امارت او د جي ۷ ( اوو سترو اقتصادي هیوادونو) هیوادونو ترمنځ اړیکې ښې کړي.
په دې کتنه کې مولوي عبدالکبیر د کابل او توکیو اړیکې د دواړو هېوادونو لپاره مهمې وبللې او هیله یې څرګنده کړه، چې د دوحې د درېیمې ناستې مکلفیتونه به ژر تر ژره عملي شي.