افغانستاننړۍ

عزیزوف: افغانستان باید له ترهګرۍ سره د جګړه په برخه کې یوازې پاتې نه شي

د ازبکستان د استخباراتو مشر عبدالسلام عزیزوف وايي، د افغانستان اسلامي امارت د خپلو وړتیاوو په چوکاټ کې له نړیوالې ترهګرۍ سره جګړه کوي او د دغه هېواد استخباراتي ځواکونه د داعش پر وړاندې د جګړې په لومړۍ کرښه کې دي.

ښاغلي عزیزوف په تاشکند کې د شانګهای د همکاری د سازمان په عمومي غونډه کې وویل چې زموږ افغان همکاران باید د دې مسالې پر وړاندې یوازې پاتې نه شي.

ازبک رسنۍ د عبدالسلام عزیزوف په حواله لیکلي چې له داعش سره د جګړه په برخه کې له افغانستان سره مرسته مهمه ده. ځکه چې د هغه په ​​وینا، د مقابل لوري کمزوري کول به د دې ډلې د پیاوړتیا لامل شي، چې د سیمې امنیت به له خطر سره مخامخ کړي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button