نړۍ

د اوکراین پر پوځي روزنیز مرکز د هوايي برید د قربانیانو شمېر ۵۱ تنو ته لوړ شو

د اوکراین په پولتاوا ښار کې پر یوه پوځي روزنیز مرکز هوايي برید شوی، چې په ترڅ کې یې لږ تر لږه ۵۰ کسان وژل شوي او ۲۷۰ نور ټپیان دي.

په همدې حال کې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي د دغه برید پړه پر روسیې واچوله او له دغه هېواد یې د حساب ورکولو غوښتنه وکړه.

زیلنسکي زیاته کړه: وروستۍ احصایې ښيي چې د دغه برید د قربانیانو شمېر ۵۱ تنو ته لوړ شوی دی.

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې که په دغه هوايي برید کې دوه بالستیک توغندي وکارول شي، د مرکز ودانۍ به سخته ویجاړه شي او مړي او ټپيان به تر خاورو لاندې پاتې شي.

د پولتاوا ښار چارواکو هم اعلان کړی، چې شاوخوا ۱۵ کسان لا هم تر خاورو لاندې بند پاتې دي او د هغوی د وضعیت په اړه جزیات نه دي ورکړل شوي.

په یوه ویډیو کې چې تیر ماښام خپره شوه، زیلینسکي اعلان وکړ چې د کنډوالو لاندې د خلکو د ژغورلو لپاره به ټولې هڅې وشي.

بلخوا روسيې تر اوسه د دغه بريد په اړه څه نه دي ويلي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button