افغانستان
تازه خبر: د تخار ولایت په مرکز تالقان ښار کې چاودنه شوې
د رسنیو د راپورونو له مخې، دولتي سرچینو د تخار ولایت په مرکز تالقان ښار کې د چاودنې خبر ورکړی دی.
دا چاودنه د تالقانو ښار د “پل کلان” په سیمه کې شوې او تر اوسه د دې چاودنې د نوعیت او مرګ ژوبلې په اړه کره معلومات نشته.
د تخار امنیتي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.