افغانستان

د شپږمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې چاودنه؛ نږدې شل تنه مړه او ټپیان شول

د کابل امنیه قومانداني وايي، د دونۍ په ورځ (د سنبلې ۱۲) د کابل ښار د شپږمې امنیتي حوزې اړوند د بختیار کلا په سیمه کې د چاودنې له امله شپږ تنه وژل شوي او ديارلس نور ټپيان دي.

د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې بریدګر چاودېدونکي توکي په خپل بدن کې ځای پر ځای کړي وو او د بختیار کلا په سیمه کې یې چاودنه کړې ده.

ښاغلي ځدراڼ دا هم وويل، چې ټپيان پر وخت روغتونونو ته لېږدول شوي او په اړه يې پلټنې روانې دي.

د يادونې وړ ده، چې د دغه بريد مسووليت تر اوسه کومې ډلې پر غاړه نه دى اخيستى.

د خبرونو اړوند ویډیو له لاندې لینک څخه وګورئ

https://t.me/SafirTelevision1/11199؟single

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button