د اسراییلو پارلمان د غزې په جګړه کې د ناکامۍ په اړه نتانیاهو احضار کړ
د صهیونیسټي پارلمان د بهرنیو چارو وزارت د دغه رژیم له لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو څخه وغوښتل چې د غزې د تړانګې د جنګیالیو د بیا کتنې لپاره په یوه غونډه کښې ګډون وکړي.
د صهیونیسټي پارلمان د بهرنیو چارو او امنیت د کمیټې مشر د خپل لیک په پیل کښې:
د تېر اکټوبر د میاشتې په اوومه نېټه د اسرائیلو د تاریخ له درنې ماتې او د جګړې له پیل څخه ۱۱ میاشتې تېرې شوې او په دې موده کې د جګړې په ډګر کې ستر بدلونونه رامنځته شول.
لومړي وزیر له څو میاشتو راهیسې د جګړې د اهدافو د تحقق او په جګړه کې د بریا د ترلاسه کولو په هڅه کې د جګړې د اهدافو له تازه کولو سره مخالفت کړی او د اسرائیلو د داخلي امنیت د ټینګښت لپاره د اړینو پرېکړو له اخیستو ډډه کوي.
دا په داسې حال کښې دی چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کښې په نواز، غزې او لویدیځه غاړه کښې د دغه رژیم لږ تر لږه ۶ تنه صهیونیسټی پوځیان او شپږ بندیان وژل شوی دی.