نړۍ

روسیې فرانسې ته د ټیلیګرام د مالک د نیولو په اړه خبرداری ورکړی

روسیې پرون (پنځنۍ، د وږی ۸) فرانسې ته خبرداری ورکړ چې د ټیلیګرام د اجراییوي رییس پاول دوروف په اړه تحقیقات دې په «سیاسي ځورونې» بدل نه کړي.

روسیې دا خبرداری وروسته له هغه خپور کړ چې له ۳۹ کلن میلیاردر څخه په فرانسه کې د هغه د ټیلیګرام فعالیتونو په اړه پوښتنې وشوې.

دوروف د شنبې په ورځ هغه مهال ونیول شو کله چې هغه د فرانسې پلازمینې ته نږدې د پاریس لی بورجټ هوایی ډګر کې له خپلې شخصي الوتکې څخه ښکته شو.

تحقیقاتو ته د یوې نږدې سرچینې په وینا، دوروف د پوښتنو ګروېږنو پر مهال د فرانسې د حکومت له مشر سره پر خپلو اړیکو ټینګار کړی و.

په سربیا کې د خبریالانو سره په یوه غونډه کې، مکرون دوروف ته د “هر ډول بلنې” صادرول رد کړل او ویې ویل چې هغه فرانسې ته د هغه له سفر څخه خبر نه و.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button