افغانستان

د دفاع وزارت یو چارواکی: موږ د هوايي دفاع لپاره له روسیې جوړ تجهیزات اخلو

د ملي دفاع وزارت د لوژستیک رئیس عبدالبصیر صابري وايي، اسلامي امارت د خپل هوايي حریم د کنټرول او دفاع لپاره اړینو تجهیزاتو ته اړتیا لري او پلان لري چې دغه تجهیزات له روسیې واخلي.

ښاغلي صابري له طاس خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي چې اسلامي امارت کافي ځمکني دفاعي تجهیزات لري.

د ملي دفاع وزارت د دغه چارواکي په وینا اوس مهال په افغانستان کې امریکايي پوځیان نشته او د دوی پاتې وسلې د هېواد د پولو د امنیت د تامین لپاره کارول کېږي.

صابري د لوېديځ په تېره بيا د امريکا او بريتانيا سياستونه «جګړې» وبللې او زياته يې کړه، چې دغو هېوادونو په افغانستان کې هېڅ هم نه دي تر لاسه کړي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button