نړۍ

په غزه کې د مقاومت ډلو د العربیه او الحدیث شبکو د بندیز غوښتنه وکړه

په غزه کې د مقاومت ډلو د «فلسطین د ملي او اسلامي ځواکونو» ایتلاف په یوه ګډه اعلامیه کې د العربیه او الحدیث چینلونو خبري پالیسي وغندله او د دغو دوو سعودي چینلونو د پراخ بندیز غوښتنه یې وکړه.

د مقاومت ډلو دا هم ویلي چې د العربیه او الحدث شبکې نه یوازې د نیواکګرو موقفونه پټوي بلکې د هغوی جنایتونه هم توجیه کوي.

د دې بیانیې له مخې دغو دوو سعودي شبکو هم د مقاومت د ټولو ډلو په خلاف رسنیزه جګړه پیل کړې ده، تر دې حده چې اسرایلي ورځپاڼي هارتز د اسرائیلو لپاره د العربیه شبکې د اهمیت په اړه په یوه راپور کې لیکلي دي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button