افغانستاناقتصادسیمه

يونس مهمند د تركيې له سفير سره د سوداګرۍ د پراختيا په اړه خبرې وكړې

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې لومړي مرستیال محمد یونس مهمند په کابل کې د ترکیې له سفیر جینک اونل سره په لیدنه کې د سوداګرۍ د پراختیا او د سوداګرو د ستونزو د حل په اړه خبرې کړې دي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې ښاغلي مهمند د ترکیې له سفیر څخه وغوښتل چې خپل هېواد په افغانستان کې لا زیاتې پانګونې ته وهڅوي او د امام ابو حنیفه رحمه الله په دریم نندارتون کې دې ترکي پانګوالو ته بلنه ورکړي.

ورځپاڼې د جینک اونل له قوله لیکلي، چې ترکیه لېواله ده چې د افغانستان د کرنې او مالدارۍ په برخو کې پانګونه وکړي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button