د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر مایکل مک کال د دغه هېواد د ملي امنیت سلاکار جیک سلیوان د دغې کمېټې استماعیه غونډې ته وربللی دی.
مک کال سپینې ماڼۍ ته یو لیک استولی او خبرداری یې ورکړی چې که سلیوان همکاري ونه کړي، په دې قضیه کې به شاهدي ورکولو ته اړ شي.
دغې کمېټې تر دې مخکې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخوانی استازی زلمی خلیلزاد او د جوبایډن د ادارې یو شمېر نور لوړپوړي چارواکي له افغانستانه د دغه هېواد د وتلو په اړه د سنا غونډې ته رابللي وو.