سیمه
د مصر پخوانی دیپلومات “نبیل العربی” ومړ
د عربي ټولنې پخوانی سرمنشي او د مصر یو تجربه کار دیپلومات نبیل العربي د ۸۹ کلونو په عمر د ورپېښې ناروغۍ له امله ومړ.
هغه د مصر د تجربه لرونکي ډیپلومات په توګه پیژندل کیږي ځکه چې هغه د (1985-1989) کلونو په اوږدو کې د مصر او اسراییلو ترمینځ د تبع ښار په اړه د شخړې پای ته رسولو لپاره د مصري پلاوي مشر و.
هغه په ۱۹۷۸ کال کې د کمپ ډیویډ د جوړجاړي په کنفرانس کې د مصري پلاوي د حقوقي سلاکار دنده هم په غاړه درلوده.
د ۲۰۱۱ کال د جنورۍ د ۲۵مې له انقلاب وروسته نبيل العربي د مصر د بهرنیو چارو وزارت په غاړه واخیست او د ۲۰۱۱ کال د مې په ۱۵ نېټه د عمر موسی پر ځای د عربي ټولنې د عمومي منشي په توګه وټاکل شو.