افغانستان
کندهار ته د یوناما د مشر سفر د نشه یي توکو د بدیل کښت په اړه له خلکو سره خبرې کوي
د کندهار ولايت مقام له مطبوعاتي دفتره په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د دفتر يا يوناما مشر د نشه يي توکو د بديل کښت په اړه له خلکو سره د خبرو په موخه کندهار ته سفر کړى دى.
اغلې اوتونبایوا د کندهار له مرستیال والي سره په کتنه کې وویل چې ملګرو ملتونو تېر کال شاوخوا ۲۶ میلیونه افغانانو ته بشري مرستې رسولي او هڅه کوي چې سږ کال د مرستو کچه لوړه کړي.