د کاناډا د بهرنیو چارو وزیرې ملانی جولي وايي: “له خپل اسرائیلي سیال سره مې په ټیلیفوني خبرو کې د اسرایلو د امنیت په ځانګړې توګه د لبنان د حزب الله د غورځنګ پر وړاندې د کاناډا پر ملاتړ ټینګار وکړ.”
هغه زیاته کړه: نړیواله ټولنه باید اوس د سیمه ایزو تاوتریخوالو د زیاتیدو د مخنیوی لپاره په خپل توان سره هر څه وکړی.
موږ په غزه کې د سولې له ټینګښت سره په خپلو مرستو ټینګار کوو او د حماس له خوا د نیول شویو صهیونیسټانو د خلاصون غوښتنه کوو.