Uncategorized
تر ۳۴۰۰ زیاتو بهرنیو ملتونه افغانستان ته سفر کړی دی
د احصایې او اطلاعاتو د ملي ادارې ویاند محمد حلیم رفیع د اسد په میاشت کې د څه باندې ۳۴۰۰ بهرنیو ملتونه د داخلېدو او وتلو د ثبت خبر ورکړی دی.
د هغه په وينا، له دې جملې څخه ٢٠٦ يې د هېواد د تاريخي او لرغونو سيمو د ليدنې او پاتې نور د کار لپاره راغلي وو.
د دغه رياست د ثبت شويو شمېرو له مخې، د بهرنيو ملتونه ډېرى داخلېدل او وتل د نيمروز، تورخم، حيرتان او د بلخ د هوايي ډګر له لارې کېږي.