افغانستاننړۍ

ریچارډ بنټ د اسلامي امارت څخه افغانستان ته د سفر غوښتنه وکړه

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا ځانګړي استازي ریچارډ بنټ له اسلامي امارت غوښتي چې خپله پریکړه دې پریږدي او افغانستان ته دې د سفر اجازه ورکړي.

ښاغلی بنټ وايي افغانستان ته د هغه د سفر بندیز له نړیوالې ټولنې سره د سرپرست حکومت د ښکیلتیا په اړه اندیښنې راپورته کوي.

هغه زياته کړه، چې په تېر کال کې يې افغانستان ته سفر نه دى کړى او وايي، چې خپلې دندې ته به دوام ورکوي.

تر دې مخکې د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد ویلي و چې ریچارډ بنټ د ناسمو معلوماتو د ورکولو له امله افغانستان ته له سفر کولو منع شوی دی.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button