سیمه

په پاکستان کې ټولنیزه ننګونه: لس میلیونه غیر واده شوې پاکستانی نجونې چې عمرونه یې له 35 کالو پورته دي

د پاکستانی رسنیو د راپور له مخې، د پاکستانی سینما ځوانې اداکارې قدسیه علی له نجونو غوښتی چې په مناسب وخت کې د واده کولو غوښتنې کمې کړي، که نه نو دوی به هیڅکله واده ونه کړي.
هغه وويل: “په سلګونو زره نا واده شوې پاکستانی نجونې چې د واده عمر يې تېر کړى دى د خپل پلار په کور کې ژوند کوي.”

دې پاکستانی هنرمندې زیاته کړه: پاکستانی نجونې د ژوند په چارو کې دومره غوښتنې لري چې هلکان او نارینه له واده کولو ډډه کوي.

قدسيه علی څرګنده کړه، زه نه پوهېږم چې ولې په پاکستان کې نجونې د واقعي نړۍ پر ځای په مجازي نړۍ کې ژوند کوي.

د ملګرو ملتونو د یوه تازه راپور له مخې، په پاکستان کې له ۳۵ کلونو څخه زیاتې ۱۰ میلیونه بې واده شوې نجونې ژوند کوي.

په راپور کې راغلي چې د جهیزیه مسله د ناواده شویو پاکستانی نجونو د ودونو لپاره یوه لویه ننګونه ده.

د پاکستان حکومت له دې وړاندې د نرښځيانو د خونديتوب په هدف د جهزیه او ودونو د لګښتونو د کمولو په اړه سخت قوانين وضع کړي وو، خو دا قوانين ډېر نه پلي کېږي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button