سیمه

د پاکستان پوځ وايي، په شمالی وزیرستان کې یې د تحریک طالبان پاکستان درې غړي وژلي دي

د پاکستان پوځ پرون (جمعه، د زمری ۲۶) په یوه خبرپاڼه کې وویل چې د عملیاتو په ترڅ کې یې د تحریک طالبان پاکستان درې غړي وژلي دي.

پاکستانی رسنیو خبر ورکړی، چې دغه عملیات د شمالي وزیرستان په رزمک ولسوالۍ کې شوي دي.

د پاکستان پوځ ویلي دي چې دا عملیات یې د هغو معلوماتو پر اساس کړي دي چې په دې سیمه کې د تحریک طالبان پاکستان د غړو د موجودیت څرګندونه کوي او په دې جګړه کې د دغې ډلې یو بل غړی هم ټپي شوی دی.

د پاکستان د پوځ په خبرپاڼه کې راغلي: د عملیاتو په ترڅ کې د پاکستان د پوځ او تی تی پی تر منځ سخته نښته شوې، چې په پایله کې یې ۳ تنه وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.

په همدی حال کې، پاکستان په دې وروستیو کې د امنیتي ځواکونو، امنیتي پوستو او دولتي ادارو په ځانګړي ډول په بلوچستان او خیبر پښتونخوا صوبو کې د بریدونو په شمیر کې چټک زیاتوالی لیدلی دی.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button