د متحده عربی اماراتو امیر شیخ محمد بن زاید آل نهیان د جمعې په ورځ (د زمری ۲۶) د افغانستان د اسلامي امارت له رئیس ملا محمد حسن اخند سره وکتل.
د اماراتو خبري اژانس وايي چې په دې کتنه کې محمد حسن اخند د افغانستان له خلکو سره د رغنیزو پروژو د پلي کولو او د بیارغونې او پراختیا په ملاتړ کې د افغانستان له خلکو سره د بشري مرستو په رسولو کې د متحده عربی اماراتو د دوامداره تاریخي رول قدرداني وکړه.
په دې غونډه کې د اسلامي امارت لوړپوړي غړي انس حقانی او د فواید عامې وزارت مرستیال بخت الرحمن شرافت هم حضور درلود.