سیمه

لږ تر لږ دری نوی قضیی د آبله میمون په پاکستان کی ثبت شوی

د پاکستان په خیبر پښتونخوا ایالت کې روغتیايي چارواکو نن (جمعه د زمری ۲۶مه) تایید کړه چې لږ تر لږه درې ناروغان د آبله میمون په ویروس اخته شوي دي.

پاکستانی رسنیو راپور ورکړی چې دا ټول ناروغان چې د خیبر پښتونخوا د روغتیا ریاست لخوا تایید شوي ، له یوه عربی هیواد څخه راستنیدو وروسته په ویروس اخته شوي.

د دغو رسنیو د معلوماتو له مخې تر دې وړاندې هم په پاکستان کې د آبله میمون ېښې ثبت شوې دي، خو تر اوسه څرګنده نه ده چې په دغو ناروغانو کې کوم ډول ویروس تشخیص شوی دی.

په همدې حال کې د جیونیوز د راپور له مخې، د پاکستان په هوايي ډګرونو کې د مسافرو څارنه ګړندۍ شوې ده.

له دې نويو پېښو سره په تېرو دوو کلونو کې په پاکستان کې د آبله میمون په ناروغۍ د اخته کسانو شمېر يوولسو ته رسېدلی، خو دا درې واړه پېښې په روان کال کې د آبله میمون لومړنۍ پېښې دي.

د یادولو وړ ده چې د پنجشنبې په ورځ په سویدن کې هم د آبله میمون یوه پیښه ثبت شوې وه چې د دغه هیواد چارواکو ویلي وو چې د دې پیښې ریښه په افریقا کې د مونکي پوکس ډول دی.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button