نړۍ

حماس: د جګړی د شهیدانو شمېر په غزه کی له اوسنیو آمارونو ډیر دی

د حماس د رسمي اطلاعاتو دفتر په غزه کی اعلان وکړ چې د غزی په جګړه کې د تلفاتو رسمي شمیر د ۴۰ زره شهیدانو څخه ډیر دی چې اوس ادعا کیږي.
تر اوسه تر لسو زرو زیات جسدونه تر خاورو لاندې دي او باید د شهیدانو په شمېر کې زیاتوالی راشي.

په رسنیو کې اعلان شوي د شهیدانو اوسنۍ شمیره په هغو جسدونو پورې اړه لري چې روغتونونو ته رسول کیږي.

دا په داسې حال کې ده چې د ډېرو شهیدانو جسدونه روغتونونو ته نه رسېږي زموږ اټکل دا دی چې د جګړې د شهیدانو حقیقي شمېر تر ۵۰ زرو ډېر دی.

د جګړې د ټپیانو شمېر هم ۹۲ زره ۴۰۰ تنو ته رسېږي. په غزه کې د روغتیا او درملنې د سیستم د سقوط له امله د دغو ټپیانو څخه ډیری یې د روغتیایی خدماتو د ترلاسه کولو توان نلري او دا کار ډیر ستونزمن کوي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button